CRI Online

د پاکستان په ملتان ښار کې د بسونو د ځانګړې کرښې پروژه بشپړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-01-25 15:34:51

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان د ملتان ښار د بسونو د ځانګړې کرښې پروژه چې د چين د اوسپنيزو لارو د لومړۍ ډلې ګروپي شرکت يې په ابادولو کې ونډه لرلې ده،د بشپړولو مراسم د جنورۍ په ٢٤مه نېټه په ملتان ښار کې تر سره شول.د پاکستان صدراعظم نواز شريف په مراسمو کې ګډون درلود او يوه وينا يې وکړه.

دغه پروژه د پاکستان د پنجاب ايالت د حکومت په پانګه جوړه شوې چې د ټرافيکي بنسټيزو تأسيساتو يوه مهمه پروژه ده او عمومي اوږدوالی يې ١٨ اعشاريه ٥٢ کيلو مترو ته رسېږي او عمومي ارزښت يې ٣٣٠ مليونه امريکايي ډالره دی چې د ٢٠١٥ کال په مۍ کې يې د ابادولو کارونه پيل شوي وو.د دې پروژې تر کارولو وروسته به د ملتان ښار ټرافيکي چاپيريال ښه شي او د سيمه ييز اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره به هم ګټور وي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای