CRI Online

پروفيسر تنګ جيان چون: د چين او امريکا ترمنځ په اړيکو کې سيالي او همکاري

cri     (GMT+08:00) 2017-01-25 16:22:10


له دې سره چې د امريکا د ولسمشر په توګه د دونالد ټرمپ د ماموريت موده په رسمي توګه پيل شوې ده، د نړۍ راتلونکي ديپلوماتيکي حالات اټکل کېدونکی نه دی. په همدغسې حالت کې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو راتلونکی تمايل هم د نړۍ پاملرنه جلب کړې. په دې اړوند، د چين د نړيوالو مسئلو اکاډمۍ په اړه د امريکايي چارو څيړنيز مرکز د مشر تنګ جيان چون په اند چين او امريکا به په توپيرونو او جنجالونو کې متقابل تفاهم پياوړی کړي، د دواړو خواوو ترمنځ سيالي او همکاري به په عين وخت کې ښکاره شي.

د جنورۍ د ٢٤مې نېټې په ماسپښين د چين د خبريالانو ټولنې يوه ناسته جوړه کړه چې سرليک يې و (( د ټرمپ د دندې له پيل وروسته د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو تمايل )). ښاغلي تنګ جيان چون په دې غونډه کې وويل، ټرمپ په داسې حال کې قدرت په لاس کې اخيستی چې امريکا تر اوسه پورې د ٢٠٠٨ کال د نړيوال پولي بحران له سيوري څخه نه ده وتلې او خلک د سياست په اړه ناخوښه او قانع نه دي. له بلې خوا چين په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې لا فعال رول لوبوي. دواړه خواوې د داخلي حالاتو او نړيوال مقام له بدلونونو سره مخامخ دي، دغه راز د چين او امريکا ترمنځ اړيکې به په راتلونکي يو کال يا يو نيم کال کې د متقابلې برابرۍ مرحلې ته ننوزي.

((له عمومي لحاظه، د چين او امريکا ترمنځ په اړيکو کې به نوی بدلون رامنځته شي. زما په اند، راتلونکی يو کال يا يو نيم کال به د دواړو خواوو ترمنځ د متقابلې برابرۍ او د تفاهم د پياوړتيا موده وي. ځکه چې ټرمپ د غير عنعنوي سياسي لارو چارو له لارې نړيوالې اړيکې تعديلوي، نو چين به مناسب ګامونه پورته کړي. ))

ښاغلی تنګ جيان چون په دې نظر دی چې چين به د ټرمپ حکومت له خوا لومړی سيال وبلل شي. د سړې جګړې له پای ته رسيدو وروسته، د امريکا ستراتيژيکه پاملرنه چين ته کړې او کوي يې. دا د ټرمپ خپل نيت نه دی، د امريکايي ټولنې غوښتنه ده. چين او امريکا به په راتلونکي کې د سيالۍ او همکارۍ د پياوړتيا له حالت سره مخامخ شي. نوموړي وويل

(( د سړې جګړې له پای ته رسيدو وروسته، په تيره بيا له شاو خوا د ٢٠٠٠ م کال وروسته، امريکا پاملرنه چين ته اړولې ده. ټرمپ به دغه پاليسۍ ته دوام ورکړي. نو غواړو ستاسې توجه دې ياد ټکي ته کړئ. چين به د ټرمپ حکومت عمده سيال وګرځي، په تيره بيا د امنيت او سوداګرۍ په برخو کې. زما په اند د دواړو خواوو ترمنځ سيالي او همکاري به لا پياوړې شي. ولې د تېرو څو کلونو راهيسې د چين او امريکا ترمنځ توپيرونه او جنجالونه زيات شوي دي؟ زه له هغه نظر سره موافقه لرم چې اقتصادي او تجارتي همکاري د چين او امريکا ترمنځ په اړيکو کې د برابرۍ رول لوبوي، دغه نظر متروک نه دی، خو اوسني حالات ډېر بدل شوي او کيږي. پخوا د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو په بېړۍ کې مالونه نشته او يا ډېر کم وو، نو تجارتي تګ راتګ د برابرۍ ډبرې رول لوبولی و. خو اوس په دې بېړۍ کې ډېر زيات مالونه بار دي، نو د برابرۍ ډبرې اغېزه دومره لويه نه ده. دغه راز زموږ په وړاندې مسئله دا ده چې که دغه اغيزه ټيټه شي، څنګه به کوو. ))

د غونډې په پاي کې ښاغلي تنګ جيان چون دې ته اشاره وکړه چې چين او امريکا به په راتلونکي کې د خپلمنځي تبادلې نوی ميکانيزم جوړ کړي او د څو اړخيزې همکارۍ په نسبت به دوه اړخيز تګ راتګ ته زياته پاملرنه وکړي. که څه هم توپيرونه او جنجالونه به لا هم موجود وي، خو پر همکارۍ او تګ راتګ به اغېزې و نه کړي.

(( زما په اند د چين او امريکا ترمنځ ځيني نوي نظامونه به جوړ شي. ځکه د اوباما د واکمنۍ په موده کې د دواړ خواوو ترمنځ د توپيرونو د مخنيوي او کنترول زيات موثر ميکانيزمونه جوړ شوي وو، د بېلګې په توګه ستراتيژيکې خبرې اترې. او داسې نور د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو په اړه باور لرم، ځکه چې که څه هم چين او امريکا د ايديولوژۍ په شمول ځينو برخو کې توپيرونه لري، خو د سياست، اقتصاد او امنيت په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تړلو سويه ډېره ژوره ده. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای