CRI Online

د پاکستان په څو ځايونو کې د سختو بارانونو له امله ١٨ تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-01-26 09:03:48

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان خبري رسنيو د جنورۍ په ٢٥مه نېټه خبر ورکړ چې په وروستيو ٢ ورځو کې د پاکستان په څو ځايونو کې د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ١٨ تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.

د خبر له مخې،د پاکستان په بلوچستان ايالت کې باران تر ټولو سخت دی.د روانې مياشتې په ٢٤مه نېټه د بارانونو له امله ډېرې ودانۍ ويجاړې شوي او ټرافيکي پېښې هم رامنځته شوې دي . اوس د بلوچستان حکومت د مصيبت ځپلو وګړو د ژغورنې پر کارونو بوخت دی او سلانيانو ته يې هم خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړی چې په ځينو سيمو کې به باران تر ٢٦مې نېټې پورې دوام ولري.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای