CRI Online

لي که چيانګ په يون نان ولايت کې د بېلا بېلو قومونو وګړيو ته د پسرلني اختر مبارکي وويله

cri     (GMT+08:00) 2017-01-26 17:17:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د جنورۍ په ٢٤مه نېټه يون نان ولايت ته سفر وکړ. هغه د دې ولايت په مرکز کون مينګ ښار کې د يون نان سپين درمل په نوم د تصدۍ له توليدي خونې، د يون نان له دارالمعلمين او د ګلونو له بازار څخه ليدنې وکړې او د بېلا بېلو قومونو وګړيو ته يې د پسرلني اختر مبارکي وويله.

د يون نان سپين درمل سوداګريزه نښه د چين په کور دننه او بهر کې ډېر شهرت لري. خلک د دې تصدۍ لخوا توليد شوي درملونه ډېر خوښوي. صدراعظم لي که چيانګ د دې تصدۍ ستاينه وکړه چې په نظامونو کې د نويو نظريو په کارولو سره يې د تخنيک نوښت هڅولی او د درملونو چارو پرمختګ يې هم پرمخبيولی دی. لي که چيانګ وويل، د چين د دوديزو درملو څېړنې ستر پټ ځواک لري. ده وويل

((ولې د يون نان سپين درمل دومره مشهور دي؟ دوه عمده لاملونه لري چې لومړی د جوړولو روحيه ده، توليدات يې ښه کيفيت، اغېزه او اعتبار لري. دوهم، دوی د سوداګرۍ روحيه لري چې د معاملو د زياتولو لپاره يې نه ستومنه کېدونکي کوښښونه کړي او کوي يې. دا د دې تصدۍ د دوامدار پرمختګ عمده لامونه دي. ))

لي که چيانګ هيله وښوده چې د يون نان سپين درمل په نوم تصدي دې نړيواله عصري نظريه او تخنيک زده کړي او لا زيات لوړ کيفيت لرونکي درمل دې توليد کړي چې ډېر زياتې لاسته راوړنې تر لاسه کړي.

صدراعظم لي که چيانګ په همدې ورځ د يون نان دارالمعلمين کې د پخواني جنوب لوېديځ پوهنتون زړې پټې ته ورسېد. پخوانی جنوب لوېديځ پوهنتون له جاپاني تېرونکو سره د چين د مقابلې په موده کې جوړ شوی او ستر تاريخي ارزښت لري. لي که چيانګ محصلينو ته وويل

(( اوس تاسې ډېر نيکمرغه ياست چې په دومره ښه چاپېريال کې زده کړه کوئ. نن ورځ د بنسټيزو تاسيساتو ابادي ډېره پياوړې شوې او ستاسو د درس زده کولو شرايط هم ډېر پرمختللي دي. بله خوا، هغه وخت کې د روحيې ځواک ډېر پياوړی و. پخواني جنوب لوېديځ پوهنتون به دغه نظريې درلودې چې شتمني له انسانانو سره نه پاتې کېږي، خو روحيه ډېره پياوړتيا لرونکې ده. هيله لرم چې تاسې د پخواني جنوب لوېديځ پوهنتون غښتلې روحيه خپرېدا کړئ او د هېواد د ابادۍ لپاره ډېر زيات کوښښونه وکړئ. باور لرم چې تاسی دغه توان لرئ. په پای کې بيا هم نوي کال مو مبارک شه!))

لي که چيانګ وويل، سږ کال به د فارغو محصلينو شمېر اوه مليونو نهه لکو او پنځوس زرو ته ورسېږي، نو بايد د دوی د کار او استخدام مسئلې د حل لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيول شي.

د کون مينګ د دو نان په نوم د ګلونو بازار هره ورځ ډېره ګڼه ګوڼه وي، د ټول هېواد له لحاظه په هرو لسو ګلونو کې اته ګلونه له يون نان څخه دي. د همدې ورځې د شپې نږدې په نهو بجو صدراعظم لي که چيانګ له دې بازار څخه ليدنه وکړه او د ګلونو خاوندانو او بزګرانو څخه يې د حال احوال پوښتنه يې وکړه. هغه وويل

(( پسرلنی اختر به ژر راورسېږي، تاسې د ټول هېواد وګړيو ته ښکلي ګلونه برابروئ او په عين وخت کې دوی ته خوښۍ او خوشحالي برابروي، له تاسو څخه مننه کوم. ))

صدراعظم د ګلونو له دې بازار څخه د ليدنې په وخت کې پر ځايي چارواکو غږ وکړ چې د ادارې اصلاحات ترسره کړي او د لوی بازار د ابادولو لپاره دې ښه زمينه برابره کړي چې د ځايي ځانګړو چارو پرمختګ وهڅول شي او د بزګرانو عايدات لا زيات شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای