د سين هوااژانس د خبر له مخې: د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس پنځمه غونډه او د دوولسمې دورې سياسي مشورتي کنفرانس پنځمه غونډه به په جلا جلا توګه د ٢٠١٧ کال د مارچ په ٥ او ٣مه نېټه په بيجينګ کې پرانيستل شي. د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمی کميټې دفتر او د سياسي مشورتي کنفرانس دفتر نن په دغو دواړو غونډو کې د چيني او بهرنيو خبريالانو د ګډون هرکلی څرګند کړ.
دغو دواړو غونډو ته به په ځانګړې توګه مطبوعاتي مرکز جوړ شي چې د چيني او بهرنيو خبريلانو د مرکو چارې ترتيب شي. دغه مطبوعاتي مرکز به د فبرورۍ په ٢٧مه نېټه په رسمی توګه په کار پيل وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |