CRI Online

ځينو چيني کارکوونکو د کينيا د اوسپنيزې لارې د جوړونې په ځای کې د پسرلني اختر ولمانځه

cri     (GMT+08:00) 2017-02-03 15:30:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، کينيا په افريقا کې يو داسې نمونوي هېواد دی چې د ګړندي اوسپنيزو لارو شبکې، د عمومي لارو شبکې، سيمه ييزې هوايي شبکې او صنعتي کېدو په برخو کې له چين سره ښه همکاري کړې او کوي يې. د کينيا د ممبسا او نايروبي ترمنځ معياري اوسپنيزه لاره چې د چيني شرکت لخوا جوړېږي، اوس د بشپړېدو په حال کې ده او د روان کال د جون په لومړۍ نېټه به په ازمويښتي توګه په کار ولوېږي. د چين د پسرلني اختر په موده کې چيني کارکوونکوي لا هم د دې اوسپنيزې په جوړولو بوخت وو.

د کينيا د ممبسا او نايروبي ترمنځ د دغې اوسپنيزې لارې لارې جوړونه د ٢٠١٤ کال په اکتوبر مياشت کې پيل شوه او د ختيځې افريقا د لومړي لوی بندر ممبسا د کينيا له پلازمينې نايروبي سره تړي، عمومي اوږدوالی يې څلور سوه يو اويا اعشاريه پنځه شپېته کيلومتره دی. دغه اوسپنيزه لاره د چين د لو چياو محدود شرکت لخوا جوړېږي. څرنګه چې دغه اوسپنيزه لاره له سلو کلونو راهيسې په کينيا کې لومړی نوې اوسپنيزه لاره ده، نو هم د پېړۍ اوسپنيزه لار بلل کېږي. له دې نه پرته، دغه اوسپنيزه لاره د ختيځې افريقا د اوسپنيزو لارو د شبکې د پيل برخه هم ده.

اوس دغه اوسپنيزه لاره د بشپړېدو په حال کې ده او دوه تر ټولو لوی سټېشنونه يعنې د نايروبي جنوبي تمځای او د ممبسا لوېديځ تمځای د ښکلي کېدو په مرحله کې دی. چيني مسلکي کارکوونکو د نايروبي په جنوبي تمځای کې د مخابراتي نښو په کارولو پيل کړی دی.

د چين د لو چياو محدود شرکت مسئول وانګ مينګ جون د درېيم کال لپاره د دې اوسپنيزې لارې د جوړونې په ځای کې پسرليي اختر لمانځي. هغه له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل

(( اوس د ممبسا او نايروبي ترمنځ د اوسپنيزې لارې پروژه په يوه حساسه برخه کې ده. دغه پروژه په ٢٠١٤ کال کې پيل شوې، د نايروبي تمځای او د ممبسا لوېديځ تمځای پروژه به په جلا جلا توګه په روانه مياشت او راتلونکې مارچ مياشت کې بشپړه شي. دغه دوه لوی سټېشنونه د دې اوسپنيزې لارې نمونوي پروژې دي، نو زموږ پر غاړه دنده درنه او سخته ده. زه د پروژې د ټولو کارکوونکو په استازيتوب د ټول هېواد له خلکو څخه مننه کوم او خپلوالانو ته د نوي کال مبارکي وايم. ))

٢٤ کلن څوی جون يي د نايروبي د جنوبي سټېشن تخنيکي مسئول دی او د ښاغلي وانګ مينګ جون په شان د درېيم کال لپاره د دې اوسپنيزې لارې د جوړونې په ځای کې پسرلني اختر لمانځي. هغه خبريال ته وويل، په کينيا کې درې کلنې کاري تجربو ده ته ډېرې ګټې رسولې دي. ده وويل

((دا درېيم کال دی چې ما له پلار او مور سره په ګډه پسرلني اختر تېر نه کړ، هيله لرم چې دوی په نوي کال کې جوړ او خوشحاله اوسي. دا زما د ګډون لومړې پروژه ده او ډېر خوشحال يم چې د دې پروژې د جوړېدو بهير مې کتلی. ))

د مالوماتو له مخې، د ممبسا او نايروبي تر منځ د دې اوسپنيزې لارې جوړونې د کينيا وګړيو ته د کار او استخدام نږدې دېرش زره فرصتونه برابر کړي او له دې امله د کينيا کورنی توليدي ارزښت په سلو کې يو اعشاريه پنځه زيات شوی. د دې اوسپنيزې لارې تر جوړېدو وروسته به د توکيو د حمل و نقل ځايي لګښت څلوېښت سلنه ټيټ شي. اوس د دې اوسپنيزې لارې اصلي لاره يعنې له نايروبي څخه د کينيا او يوګانډا سرحدي ولسوالۍ ملابا ته د معياري اوسپنيزې لارې د لومړۍ مرحلې جوړونه پيل شوه. د پلان له مخې، دغه اوسپنيزه لاره به کينيا، يوګانډا، رواندا، بروندی، کانګو کينشاسا او جنوبي سوډان شپږ هېوادونه سره وتړي چې په ختيځې افريقا کې به د اوسپنيزو لارو د شبکې جوړونه او د دې سيمې د اقتصادي پرمختګ هڅونه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای