CRI Online

٨ افغان پوليس د خپل ملګري له خوا وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-04 09:35:23

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،افغان پوليسو د فبرورۍ په ٣مه نېټه خبر ورکړ چې ٨ افغان پوليس د همدې ورځې په سهار په فراه ولايت کې د خپل ملګري له خوا وژل شوي دي.

د فراه ولايت د پوليسو وياند وويل چې ياده پېښه د دغه ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ د تلاشۍ په پوسته شوې.بريدګر هم پوليس دی او وژل شوي پوليس د يوې کورنۍ غړي دي.له لومړۍ پلټنې سره سم بريدګر له وسله والو طالبانو سره تړاو لري.

اوس د يادې پېښې د پلټنې کارونه روان دي. تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه هيڅ غبرګون نه دی ښودلی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای