CRI Online

افغان حکومت د م م د بنديزونو له نوملړه د اسلامي حزب د مشر نوم د ليرې کېدو هرکلی وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-02-05 15:57:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ولسمشر سياسي چارو کې سلاکارمحمد اکرم خپلواک د فبرورۍ په څلورمه نېټه وويل، چې افغان حکومت د م م د امنيت شورا د هغې پريکړې چې له مخې به يې د اسلامي حزب پر مشر ګلبدين حکمتيار نوم د بنديزونه له ليست څخه لېرې شي هرکلی کوي.

محمد اکرم خپلواک په همدې ورځ رسنيو ته وويل، چې د م م دغه پريکړه د افغانستان له ګټو سره سمون لري او د سياسي لارو چارو له لارې د افغان حکومت او مخالفو وسله والو ترمنځ د روغې جوړې د رامنځته کېدو لپاره هم ګټوره ده.

نوموړي وويل، افغان حکومت له اسلامي حزب سره د هغې هوکړې د پلي کولو په هڅه کې دی کوم چې په تېر سپتمبر کې يې کړې وه، ترڅو کابل ته د حکمتيار د ستنېدو لپاره چمتوالی وکړي. نوموړي له نورو حکومت ضد وسله والو څخه غوښتنه وکړه چې جګړه دې بنده کړي او د هېواد د سولې په بهير کې دې برخه واخلي.

د م م امنيت شورا د روانې مياشتې په درېيمه نېټه د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ له روغې جوړې د ملاتړ په موخه د بنديزونو له نوملړه د حکمتيار نوم وويست. افغان رسنيو د سولې خبرو په اړه د اسلامي حزب د استازي په قول خبر ورکړ چې د م م دغه پريکړه د افغانستان د روغې جوړې له هغه بهير څخه چې د افغانانو په لاس کې وي او همدوی به یې مشري کوي،د م م د ملاتړ ښکارندويې کوي،اسلامي حزب به تر خپلې وسې پورې د ملي سولې او ثبات د رامنځته کېدو لپاره هڅې وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای