CRI Online

په نورستان ولايت کې د واورې ښوئېدو له امله ٥٠ تنه مړه شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-06 08:56:17

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، افغان خبري رسنيو د فبرورۍ په ٥مه نېټه خبر ورکړ چې د دې هېواد په نورستان ولايت کې د واورې ښوئېدو پېښه رامنځته شوې چې له امله يې لږ تر لږه ٥٠ تنه وژل شوي او څه دپاسه لس تنه نور ټپيان شوي دي.

د اړوند خبر له مخې، د نورستان ولايت د برګمټال سيمې يو کلي ته نږدې د واورې ښوئيدو پېښه شوې ده او سخته مرګژوبله يې اړولې. دغې کلي ته څو غزېدلې لارې تړل شوې دي او ځايي ولايتي اداره له مصيبت ځپلو وګړيو سره په مرسته کولو بوخته ده.

تر اوسه پورې په افغانستان کې د سختو واورو له امله د مړه شويو وګړيو شمېر ٩٠ ته رسېدلی او څه دپاسه ٢٠٠ کورونه د واورو له امله ويجاړ شوي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای