CRI Online

په پاکستان کې د واورو ښوېدو له امله ١٤ تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-06 08:58:13

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان خبري رسنيو د فبرورۍ په ٥مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ د دغه هېواد په چترال کې د واورو ښوېدو له امله ١٤ تنه وژل شوي چې په کې ٦ تنه ماشومان دي.

د ژغورنې څانګې د مسؤل په قول په تېرو ٢ ورځو کې د سختو واورو له امله د واورو ښوئېدو پېښې رامنځته شوې چې ٢٥ کورونه تر واورو لاندې شوي او په کې ٥ کورونه په پوره توګه ويجاړ شوي دي.ځايي چارواکو ته تر واورو لاندې شويو کسانو شمېر معلوم نه دی او يو شمېر وګړي له واورو ښوېدو مخکې خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان د هوا د پېژندنې ادارې خبر ورکړی چې د پاکستان په شمال کې به لنډه موده سخت باران او واورې واوري.د پاکستان حکومت له اړوندو سيمو څخه غوښتنه کړې چې د هوا د پېژندنې درجه لوړه کړي او بيړنۍ لايحه پلې کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای