CRI Online

په ايران باندې د امريکا نوی بنديز ښايي د دواړو خواوو ترمنځ د نوي پړاو شخړې پيل وي.

cri     (GMT+08:00) 2017-02-06 12:14:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د فبرورۍ په درېيمه نېټه اعلان وکړ چې پر هغو کسانو او ډلو باندې بنديز ولګوي، کوم چې د ايران د بالستيک توغنديو په پلان کې ګډون کړی او د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ له قدس لوا څخه ملاتړ کوي. دا په تېرو څو ورځو کې د ايران لخوا د بالستيک توغنديو توغولو ته او له ترهګرۍ څخه ملاتړ ته د امريکا ځواب ورکول دي. د څيړونکو په اند، که څه هم ياد نوی بنديز پر ايران باندې محدوده اغيزه لري، خو امکان شته چې دا د دواړو خواوو ترمنځ د نوي پړاو شخړې پيل وګرځي. د امريکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ماموريت له پيل نه وروسته د امريکا او ايران ترمنځ اړيکې د ناارامتيا په حال کې دي. دا ښايې د منځني ختيځ د سولې او ثبات په مقابل کې يو ساعتي بم وي.

څو ورځې مخکې ايران د بالستيک توغنديو د توغولو يوه ازموينه وکړه. له دې نه وروسته د امريکا او ايران د عالي رتبه چارواکو ترمنځ لفظي جګړه رامنځته شوې ده. د ملي امنيت په باب د امريکا د ولسمشر مرستيال ميجايل فلاين په يوه اعلاميه کې ايران ته خبرداری ورکړ چې دغه ډول کړه وړه يې د منځنۍ ختيځ ثبات او د امريکا ملګرو هېوادونو ته زيانونه رسوي.

پر ايران باندې د بنديز د اعلانېدو په ورځ د امريکا ولسمشر ټرمپ هم ايران ته سخت اخطار ورکړ. نوموړي د ولسمشريزو ټاکنو په موده کې څو څو ځله د ايران د ذروي تړون غندنه کړې ده او ويلي يې دي چې دغه تړون په تاريخ کې ډېره سخته سوداګري ده او هغه به دغه تړون لغوه کړي او په خبرو اترو به بيا پيل وکړي.

خو بله خوا، د امريکا د ملي دفاع نوي وزير جېمس ماټيس او د بهرنيو چارو نوي وزير ريکس ټيليرسون مخکې تر دې د امريکا د کابينې په يوه غونډه کې ويلي و چې په راتلونکو لسو کلونو کې به د ايران ذروي تړون د ايران د ذروي پلان مخنيوی وکړي چې دا به د سيمه ييزې او نړيوالې سولې د ساتلو لپاره ګټور وي. نو په راتلونکې لنډه موده کې به ټرمپ د ايران د ذروي تړون په مقابل کې کوم عمل ونه کړي.

ايران د امريکا نوي بنديز په وړاندې کلک غبرګون وښود. ايران په دې نظر دی چې پر ايران باندې د امريکا بنديز بې دليله لمسون دی. د امريکا کړه وړه نه يوازې د ايران له ذروي تړون‎ څخه، بلکې د امريکا له هغې ژمنې څخه سرغړونه ده چې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کول دي.

ايران خبر ورکړی چې د توغنديو ازموينه يې د خپلې ملي دفاع په موخه تر سره کړې ده او د ايران له ذروي تړون څخه سرغړونه نه ده. په دغه ازموينه کې يوازې عادي ګولۍ توغول شوې، نو له ملي دفاع نه پرته نوره موخه نه شته. ايران د نورو لپاره هيڅ ګواښ ډار نه کوي او په راتلونکي کې به د توغنديو د ازموينې په شمول نور پوځي او دفاعي تدبيرونه هم ونيسي.

ايران پر دې ټينګار وکړ چې د امريکا حکومت ناپوه او غلط کړه وړه به د سيمه ييزې سولې او امنيت د ساتلو او د ترهګرۍ او افراطيت پرضد د مبارزې لپاره د ايران د ټينګې ارادې مخنيوی نه شي کولای. ايران به دغو کړو وړو ته انتقامي قدرت وکړي. ايران به د يوې مودې لپاره امريکايي اتباعو ته ويزې ورنه کړي او پر هغو امريکايي کسانو او ډلو باندې بنديز به ولګوي چې له افراطي ډلو څخه ملاتړ کوي.

بر سېره پردې، د ايران اسلامي انقلابي ګارډ د بهرنيو ګواښونو د مخنيوي په موخه لويه پوځي مانوره تر سره کړه او په ترڅ کې يې درې لنډ واټن ويشتونکی بالستيک توغندی وتوغولو.

د امريکا خبري رسنيو خبر ورکړ چې د بارک اوباما د واکمنۍ په زمانه کې امريکا هيله درلوده چې له ايران سره د ذروي تړون په لاسليکولو سره د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په شمول ځينو ساحو کې دوه اړخيزې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي، تر څو دوه اړخيزې اړيکې عادي شي. خو تر اوسه پوره دغه هيله نه ده تر سره شوې. ټرمپ د ايران د توغنديو ازموينې په پلمه پر ايران باندې بنديز لګوي، له دې څخه څرګندېږي چې هغه د ولسمشريزو ټاکنو په موده کې د خپلو ويل شويو خبرو په پلې کولو پيل کړی دی او د ايران په وړاندې يې لا کلکه رويه نيولې ده.

د امريکايې څيړونکو په اند، که څه هم نوی بنديز پر ايران باندې محدوده اغيزه لري، خو دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوي پړاو شخړې پيل سبب وګرځي، نو پايلې په اړه وړاندوينه نه شي کېدای.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای