CRI Online

کراچۍکې يو افغان ډيپلومات د خپل ساتونکي په ډزو وژل شوی

cri     (GMT+08:00) 2017-02-06 21:13:50

د سينهوا اژانس د خبرله مخې، د فبرورۍ په شپږمه نېټه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان په عمومي ګونسلګرۍ کې يو افغان ډيپلومات د خپل ساتونکي په ډزو وژل شوی دی.

د کراچۍ ښار پوليسو په همدې ورځ رسنيو ته وويل، چې د افغانستان د عمومي کونسلګرۍ دننه يو افغان ساتونکي په ډيپلومات محمد دکي عبده ډزې وکړې . پوليسو دغه بريد کوونکی ساتونکی نيولی دی. د لومړۍ پلټنې نتيجه ښيي د دغې پېښې لامل ښايي شخصي عقدی دی.

په پاکستان کې د افغانستان لوی سفير عمر زاخيوال سينهوا اژانس ته ويلي چې دغه پېښه په همدې ورځ شاوخوا دوولسو نيمو بجو وشوه او دا ترهګريز بريد نه و.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای