CRI Online

تېر کال د افغانستان په خونړيو شخړو کې ٣٥٠٠ عام وګړي وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-07 09:14:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د م م مرستندويه ډلې د فبرورۍ په ٦مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل، چې په ٢٠١٦ کال کې په افغانستان کې عموما ٣٤٩٨ عام وګړي په خونړيو شخړو کې وژل شوي او ٧٩٢٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

په دې راپور کې راغلي چې تېر کال ٩٢٣ ماشومان وژل شوي او ٢٥٨٩ ماشومان ټپيان شوي. دا شمېر د ٢٠٠٩ کال راهيسې په افغانستان کې د م م د مرستندويه ډلې له خوا په ثبت شويو ريکارډونو کې تر ټولو لوړ دی.

د م م مرستندويه ډلې د عامو افغانانو د مرګ ژوبلې په زياتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده او له اړوندو خواوو څخه يې غوښتنه کړې ده چې په شخړو کې د ملکيانو ساتنه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای