CRI Online

په پاکستان کې د افغانستان يو ډيپلومات ووژل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-02-07 09:38:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان په کراچي ښار کې د افغانستان په عمومي قونسلګرۍ کې د ډزو پېښه شوې ده چې له امله يې د افغانستان يو ډيپلومات وژل شوی دی.

د کراچي پوليسو په همدې ورځ خبري رسنيو ته وويل چې په عمومي قونسلګرۍ کې ډيپلومات محمد زکي د يو افغان ساتونکي له خوا په ډزو وژل شوی.ياد ساتونکی نيول شوی دی.د لومړۍ پلټنې سره سم ښايي دغه پېښه د شخصي او لفظي شخړې لامل له امله رامنځته شوې وي.

په پاکستان کې د افغانستان لوی سفير عمر زاخيلوال خبريالانو ته وويل چې ياده پېښه د همدې ورځې په ١٢ بجو ٣٠ دقيقو شوې ده او له ترهګرۍ سره هېڅ تړاو نه لري.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای