د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان ډاون نيوز ورځپاڼې د فبرورۍ په ٥مه نېټه خبر ورکړ چې د پاکستان د نفتو او طبيعي ګازو وزير شهيد خقن عباسي خبري رسنيو ته وويل، چې پاکستان به په روانه مياشت کې د ټاپي په نوم د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د طبيعي ګازو نل ليکو له تصدۍ سره اړوند تړون لاسليک کړي او په روان کال کې به د پاکستان په خاورو کې د ٧٨٠ کيلومترو په اوږدوالي د نل ليکو ساختمانې چارې پيل کړي، تر څو د ټاکلي پلان سره سم په ٢٠١٩ کال کې دغه پروژه بشپړه کړي. د ايران او پاکستان ترمنځ د طبيعي ګازو نل ليکو پروژې په اړه، عباسي وويل، چې پر ايران د امريکا له خوا د نوي پړاو بنديزونو له امله د دې پروژې راتلونکی معلومه نه ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |