CRI Online

اروپايي ټولنه به د منځني ختيځ د سوله ييز بهير په شمول د ځينو مسئلو په هکله له امريکا سره سلامشورې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-07 16:25:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د فبرورۍ په شپږمه نېټه په بروکسيل کې ترسره شوه. د اروپايي ټولنې د بهرنيو او امنيتي تګلارو جګپوړې استازې فيدريکا موغريني تر دې غونډې وروسته وويل، د اوکراين اوضاعو او د منځني ختيځ د سوله ييز بهير په هکله په دې غونډه کې بحثونه به د اروپايي ټولنې دريځ څرګند کړي، له دې نه پرته، اروپايي ټولنه به په راتلونکو څو اوونيو کې د منځني ختيځ د سوله ييز بهير په شمول د ځينو مسئلو په هکله له امريکا سره سلامشورې وکړي

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په دې غونډه کې ګډون کوونکو د ليبيا اوضاعو، د منځني ختيځ د سوله ييز بهير، د اوکراين حالاتو او د مصر اوضاعو په اړه خبرې اترې وکړې. په دې جمله کې د ليبيا وضعيت تر ټولو د پاملرنې وړ دی. د مديتراني سمندر له لارې اروپا ته د کډوالو د ناقانونه ننوتلو د مخنيوي لپاره، د اروپايي ټولنې مشرانو د فبرورۍ په درېيمه نېټه د مالتا اعلاميه خپره کړه چې پکې يې د ليبيا په شمول د شمالي افريقا له ځينو هېوادونو سره د همکارۍ د پياوړتيا لپاره لس امتيازي کارونه بيان کړل. موغريني په دې اړه وويل، د اروپايي ټولنې او ليبيا تر منځ همکاري نه يوازې د کډوالو په اړه ده، بلکې د ليبيا په دننه کې د سياسي بهير پرمخبيول او داسې نورو برخو کې هم ده . د بېلا بېلو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په اند، سيمه ييز سازمانونه بايد په دې برخه کې مهم رول ولوبوي. اروپايي ټولنه به له م م ، عرب ليګ او افريقايي ټولنې سره څلوراړخيز همکاريز ميکانيزم جوړ کړي چې د ليبيا سياسي بهير هڅونه وکړي.

د مالتا اعلاميې د پلي کېدو په برخه کې موغريني وويل، د بېلا بېلو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو موافقه وکړه چې د کډوالو مسئلې په اړه له ليبيا سره همکاري پياوړې کړي. هغې وويل

((موږ به لومړی له ليبيا سره همکاري پياوړې کړو چې د ليبيا جنوبي سرحد ښه کنټرول کړو او د ليبيا، نايجريا او چاد ترمنځ د غونډې عملي کېدل وهڅوو. باور لرم چې افريقايي ټولنه به مهم رول ولوبوي. دوهم، وزيرانو موافقه وکړه چې د مهاجرينو له نړيوال سازمان او د م م د کډوالو ادارې سره د پيسو د راغونډولو په شمول ځينو برخو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي. ))

په ياده غونډه کې ګډون کوونکو هم د منځني ختيځ سوله ييز بهير په اړه خبرې اترې وکړې او دوی وويل چې اروپايي ټولنه د اسراييلو لخوا د نويو استوګنځايونو د جوړېدو اعلاميې ته پاملرنه کوي. په دې غونډه کې له فلسطين او اسراييلو څخه غوښتنه شوې چې سړه سينه وساتي. اروپايي ټولنې پر هغې ژمنې ټينګار وکړ چې د فلسطين او اسراييلو تر منځ د سولې د رامنځته کېدو لپاره به کوښښ وکړي او د دوو هېوادونو د جوړېدو لايحه يې ساتلې ده. موغرينی وويل، اروپايي ټولنه غواړي له م م ، امريکا او عربي همکارانو سره همکارۍ ته دوام ورکړي چې دغه موخه عملي شي.

((په راتلونکو شلو ورځو کې به د شلو لويو صنعتي هېوادونو غونډه او د ناټو د دفاع وزيرانو غونډې په شمول يو لړ ناستې ترسره شي. موږ به د امريکا له اړوندو مامورينو سره د منځني ختيځ مسئلې په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله سلامشورې وکړو.))

د مصر د اوضاعو مسئلې په اړه، د اروپايي ټولنې د بېلا بېلو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو وويل چې اروپايي ټولنه به د اقتصادي پرمختګ، د کاري فرصتونو د برابرونې په برخو کې له مصر سره مرستې وکړي. له دې نه پرته، دوی غواړي د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د مهاجرينو مسئلې په ساحو کې له مصر سره همکاري پياوړې کړي. دوی هم پرېکړه کړې ده چې د مصر د بهرنيو چارو وزير ته بلنه ورکړي چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای