CRI Online

په افغانستان کې د درنو واورو له امله ١٠٧ تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-08 09:20:54

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،افغان خبري رسنيو د فبرورۍ په ٧مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د روانې مياشتې په ٦مه نېټه وويل چې په وروستيو ورځو کې په دغه هېواد کې د درنو واورو له امله ١٠٧ تنه وژل شوي دي.

د افغانستان د توقع ورځپاڼې د عبدالله عبدالله په قول په وروستيو ورځو کې په ٢٢ ولايتونو کې سختې واورې اورېدلي چې په نورستان او بدخشان ولايتونو کې واورې تر ټولو سختې دي. عبدالله په بېلا بېلو ځايونو کې د ژغورونکو د کارونو ستاينه وکړه.هغه وويل چې د ژغورنې کارونه به ژر پای ته ورسېږي او په بېلا بېلو ولايتونو کې عمده سړکونه به ګام په ګام پرانيستل شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای