CRI Online

انتونيو ګوتيريس په کابل کې د ځانمرګي چاودنې غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-02-08 09:32:41

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م سرمنشي انتونيو ګوتيريس د فبرورۍ په ٧مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د کابل سترې محکمې د مامورينو موټرونو په تمځای کې د ځانمرګي چاودنې غندنه وکړه.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د عدليې ارګانونو پر کارکوونکو بريدونه له بشري حقوقو او له نړيوال بشري قانون څخه سرغړونه ده،بريدونو سمبالوونکو ته دې سخته سزا ورکړی شي.م م د وژل شويو کسانو کورنيو غړيو سره خواخوږي څرګندوي او له افغان حکومت او خلکو څخه ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د افغانستان د روغتيا وزارت وياند د روانې مياشتې په ٧مه نېټه خبريالانو ته وويل چې د همدې ورځې تر غرمې وروسته د سترې محکمې د ځانمرګي بريد له امله ١٩ تنه وژل شوي او ٤١ تنه نور ټپيان شوي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای