د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د روغتيا وزارت د فبرورۍ په اوومه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د همدې ورځې له غرمې وروسته، په کابل کې د سترې محکمې په انګړ کې ځانمرګي چاودنه وشوه چې له امله يې نولس تنه وژل شوي او يو څلوېښت تنه ټپيان شوي دي.
د مالوماتو له مخې، بريدګر د سترې محکمې د دروازې په مخ د موټرونو په تمځای کې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول. ښايي د مرګ ژبلې شمېر لا زيات شي.
تر اوسه پورې، هيچا يا ډلې د دې پېښې مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |