د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د پاکستان د نيوز ورځپاڼې د فبرورۍ په ٧مه نېټه خبر ورکړ چې په وروستيو ورځو کې چينا مبايل پاکستاني شرکت اعلان وکړ چې په ٢٠١٧ کال کې به په پر له پسې توګه په پاکستان کې د ٢ سوو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګې واچوي چې په عمده توګه به د ٣ جي او ٤ جي انټرنېټي اډو په ابادولو کې ولګول شي تر څو د انټرنېټي شبکې پراخوالی پياوړی او مخابراتي کيفيت لوړ شي.
د خبر له مخې،په ٢٠٠٨ کال کې په پاکستان کې د چينا مبايل شرکت له پانګه اچولو راهيسې د ٣ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګې اچولي او د ٤ جي د کارونکو شمېر ٢ مليونو تنو ته رسېدلی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |