CRI Online

د چين او استراليا ترمنځ ديپلوماتيک او ستراتيژيک بحث

cri     (GMT+08:00) 2017-02-08 16:24:28


پر ځايي وخت د فبرورۍ په ٧مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په کانبرا کې د استراليا له خارجه وزير جولي بيشوپ سره د چين او استراليا ترمنځ د څلورم پړاو ديپلوماتيک او ستراتيژيک بحث تر سره شو، او ورپسې يې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او د ټي پي پي په شمول د پام وړ مسئلو په هکله د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه په يوه ګډه خبري ناسته کې ورکړل.

وزير وانګ يي د نوموړي بحث مثبته ارزونه وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې چين او استراليا بايد نړيوالو ته څرګند پېغام وليږي.

(( د اوسنيو نړيوالو حالاتو په وړاندې، موږ له دې سره موافقه کوو، چې نړيوالو ته دې هغه څرګند پېغام وليږو چې بايد د ورخلاصون په بڼه د نړيوال اقتصاد پر ابادولو ټينګار وکړو، بايد د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير د پراخوالي او ګډو ګټو په لوري پرمخ بوزو، بايد د نړيوالې سوداګرۍ سازمان پر محور د نړيوال تجارتي نظام پر ساتلو ټينګار وکړو، بايد سوداګري او پانګونه ازاده او اسانه کړو، بايد د تجارت له حمايت غوښتونکې پاليسۍ سره مخالفت وکړو. دغه راز زموږ دواړه خواوې به په نړيوالو او سيمه ييزو ډګرونو کې سلامشورې او همکاري پياوړې کړو. ))

وزير بيشوپ وويل، چې استراليا له چين سره د اړيکو ټينګولو ته په درنه سترګه ګوري، په تيره بيا تر اوسنيو پيچلو نړيوالو حالاتو لاندې، د استراليا او چين ترمنځ د همکارۍ نژدېوالي او په نړيوالو چارو کې د خپلمنځي همغږۍ پياوړتيا ډېر مهم ارزښت لري.

((د داسې حالاتو په وړاندې چې نړيوال اقتصاد د شکل د بدلون په حال کې دی او ډېر نا ټاکلي او نا ارام عوامل دي، موږ چين ته ژمنه ورکوو چې د اعتماد وړ همکار او ملګري يو. زموږ په پام کې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې له چين سره د همکارۍ پياوړتيا ته لومړيتوب ورکوو. ))

د استراليا صدراعظم ملکوم ټورنبول له وانګ يي سره هم وکتل. ټورنبول وويل، چې استراليا د داوس په اقتصادي فورم کې د رئيس شي جين پينګ د وينا لوړه ستاينه کوي، استراليا د سوداګرۍ د ازادېدو ټينګ ساتندوی او ګټه اخيستونکې ده، نو له چين سره به د تجارت له هر ډول حمايت غوښتنونکې تګلارې سره ټينګ مخالفت وکړي چې دا د دواړو هېوادونو او نړۍ له ګډې ګټو سره سمون لري. وزير وانګ يي وويل، چين هيله لري چې له استراليا سره د اقتصادي او تجارتي همکارۍ د ژوروالي، د پرمختګ د ستراتيژيکو پلانونو ترمنځ د پيوستون او د کلتوري تګ راتګ د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي او د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې نوې سويې ته لوړې کړي.

د بحث له پای ته رسيدو وروسته په جوړه شوې مطبوعاتي غونډه کې، وانګ يي د ټي ټي پي په اړه د خبريال د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې په هر ډول سيمه ييزه همکاري کې د اقتصادي پرمختګ اړتياوې بايد تر نظر لاندې ونيول شي، نه دا چې په مصنوعي ډول سياسي عوامل پکېرامنځته شي، دغه راز هم بايد د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختايي سويې توپيرونه تر پام لاندې راوستل شي.

يو استراليايي خبريال پوښتنه وکړه چې د امريکا نوی حکومت ښايي د چين په وړاندې لا کلکه پاليسي ونيسي، دا به د چين او امريکا ترمنځ پر اړيکو څه اغېزې وکړي؟ وانګ يي وويل، رئيس شي جين پينګ ويلي چې چين او امريکا بايد د خپلو ګډو ملګرو ډله جوړه کړي. استراليا په دغه ډله کې يوه مهمه غړې ده چې د امريکا ملګرې ده او د چين هراړخيزه ستراتيژيکه ملګرې هم ده.د امريکا نوې واکمنه ډله د چين په اړه د پېژندنې د ژوروالي بهير ته اړتيا لري.

د چين او استراليا ترمنځ د راتلونکو تجارتي اړيکو په اړه وانګ يي وويل

(( هيله لرو چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په اړه د چين د غوښتنې او د استراليا د شمالي سيمو پرمختيايي پلان ترمنځ او د نوښت په برخه کې د چين او استراليا د پرمختيايي پلانونو ترمنځ د پيستون لپاره هلې ځلې وکړي، د انرژۍ او سرچينو، د بنسټيزو تاسيساتو او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای