د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې وياند د فبرورۍ په ٨مه نېټه په کابل کې وويل چې د دې کميټې ٦ کارکوونکي په همدې ورځ د افغانستان په جوزجان ولايت کې وژل شوي دي.
د جوزجان ولايت چارواکي وويل چې د همدې ورځې سهار په ١٠ بجو د سره صليب د نړيوالې کمېټې ٨ کارکوونکي د داعش وسله والو له خو تښتول شوي وو چې له دې کسانو څخه ٦ تنه د وسله والو له خوا وژل شوي دي.تر اوسه پورې د٢ نورو برخليک نامالوم دی.د خبر له مخې،تښتول شوي ٨ واړه افغانان دي.پوليس د ٢ يرغمل د ژغورنې او د وسله والو پر نيولو بوخت دي.تر اوسه داعش پدې هکله هيڅ نه دي ويلي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |