CRI Online

ملګرو ملتونو په جنګي سیمو کې د ماشومانو پرساتنې تاکید وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-02-09 15:39:48
ملګرو ملتونو په جنګي سیمو کې د ماشومانو پرساتنې تاکید وکړ

د روانې میاشتې په ۸ نیټه چهارشنبه ملګرو ملتونو د دې د یادونې لپاره یوه غونډه جوړه کړه چې شل کاله دمخه په جنګي سیمو کې د ماشومانو د ساتنې لپاره یې د م م د سرمنشي ځانګړی نماینده جوړه کړې وه او په تیرو شلو کلونو کې یې له جګړو څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره نړیوال کوششونه ترسره کړي دي.

د روانې میاشتې ۸ نیټه د م م له خوا په جنګي سیمو کې د ماشومانو د ساتنې پریکړه لیک د منظورېدو ۲۰ مه کالیزه وه چې د ماشومانو د حقوقو د ساتلو او برمخبیولو لپاره په ۱۹۹۷ کال کې د م م د عمومي اسامبلې ۵۱/۷۷ پریکړه لیک نافذ شوی و.

د م م د سرمنشي دفتر رئیس لویزا ویوتي په نیویارک کې د م م په یاده غونډه کې د م م د سرمنشي اتونیو ګوتریس له خوا د یو پیغام په لوستلو سره وویل چې د نوموړي پریکړه لیک په رڼا کې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د ګڼ شمیرو هلکانو او نجونو ژوند ته ریښتیني بدلونونه رسیدلي دي.

سرمنشي کوتریس په یاد پیغام کې هم وویل چې د اړوندو هیوادونو، د م م او د نړیوالې ټولنې د ګډو کوششونو له امله څه دپاسه ۱۱۵ زره تنه ماشومان له حکومتي پوځ او وسله والو ډلو څخه ډډه شوي دي.

هغه هم وویل چې د بیلابیلو جګړو دوامتیا او شدت د ماشومانو پر وړاندی سخت ګواښ دی او موږ یوازی د جګړو د مخنیوي په وسیله ماشومان په ښه توګه ساتلی شو.

هغه وویل چې موږ باید په لومړیتوب سره د جګړو تر اغیزې لاندی له ماشومانو څخه ملاتړ وکړو او باید په بیړني حالت کې د ماشومانو ښوونې او روزنې ته پاملرنه ورکړو چې دا زموږ ګډ مسولیت دی.

د م م د عمومي اسامبلې رئیس پیتر توماسن هم وویل چې نوموړی پریکړه لیک په جنګي سیمو کې د ماشومانو د ساتلو له نړیوالو کوششونو څخه یو ستر پرمختګ بلل کیږي.

توماسن هم وویل چې په اړوندو ناارامو سیمو کې د ماشومانو په مقابل کې جرمونه، تیري، استثمار او ځوریدنې پیښې شوي او پیښیږي.

د م م د عمومي اسامبلې رئیس هم وویل چې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د نړیوالې ټولنې د ژمنې د یوې برخې په توګه باید د ماشومانو د حقوقو د ساتلو جامع کوششونه ترسره شي.

د م م له خوا د ماشومانو او جنګي سیمو چارو ځانګړي استازي لیلا زیروګوي هم په یاده غونډه کې وینا وکړه. په م م کې دغه لوړپوړی څوکۍ د عمومي اسامبلې په غوښتنه د سرمنشي له خوا ټاکل شوې ده چې د یاد تاریخي سند یوه برخه هم بلل کیږي.

میرمن لیلا له اړوندو غړیو هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چې باید ماشومان د سولې یوه برخه هم وبولي او ویې ویل چې سیاستوال، دولتونه، وسله والې ډلې او غیرحکومتي ارګانونه باید وپېژني چې د جګړو له لارې څومره زیاتې خرابې او څومره کمې لاسته را وړنې لري .

کله چې د جګړو د مخ نیولو کوششونه ناکام شول نو م م له دغې نماینده ګۍ څخه غوښتنه وکړه چې په مداومه توګه اړوند جرمونه وڅاري ترڅو چې پر وخت معلومات خپاره شي او اړوند عملیات هم ونیول شي.

په تیرو وختونو کې دغې نمایندګۍ د م م له نورو ارګانونو سره په تیره بیا د م م د ماشومانو له صندوق سره نږدی همکاري کړې دي.

د دغو دوو ارګانونو له خوا هغه ګډ غورځنګ چې نوم یې ماشومان باید عسکر نه شي، له حکومتي پوځونو څخه د ماشومانو د پاکولو لپاره جوړ شوی دی. د ۲۰۰۰ کال راهیسي د دغه غورځنګ د کوششونو له امله لږ تر لږه ۱۱۵ زره کم عمره عسکر خوشي شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای