CRI Online

د داعش ډلې د افغانستان پرسترې محکمې د بريد پړه پر غاړه اخيستې ده

cri     (GMT+08:00) 2017-02-09 18:00:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د داعش ډلې د روانې مياشتې په اتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په اوومه نېټه د افغانستان په کابل کې پر سترې محکمې د بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.

د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې د داعش ډلې د اعلاميې د خپرولو ترڅنګ د بريدګر عکس هم خپور کړی.

د روانې مياشتې د اوومې نيټې په ماسپښين د افغانستان پر سترې محکمې يو ځانمرګي بريد وشو چې له امله يې  د نهو ښځو په شمول ٢١تنه وژل شوي او ٤١ تنه نور ټپيان شوي دي . غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای