د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان صدراعظم نواز شريف د فبرورۍ په ٩مه نېټه وويل چې د يوه کمربند او يوې لارې پلان د يوې برخې په توګه د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د سيمه ييز اقتصادي پرمختګ کليدي خوځنده ځواک دی.هغه هرکلی کوي چې د بېلا بېلو هېوادونو تصدۍ په پاکستان کې پانګه واچوي.
شريف دغه خبرې په همدې ورځ په اسلام أباد کې د ګردې نړۍ د تصديو خاوندانو په يو فعاليت کې وکړې.هغه وويل چې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز له لارې نه يوازې د ګوادار بندر د چين له کشغر سره تړل کېږي ،بلکې د افريقا له ختيځ څخه تر منځنۍ او جنوبي اسيا پورې واټن هم کمېږي.تر اوسه پورې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادولو لپاره د ٥٥ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه شوې.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |