CRI Online

ناټو پر دې ټينګار وکړ چې له اوکراين څخه ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-10 17:37:38

د ناټو د سرمنشي مرستيالې ميرمن روسي ګوتيمويلير د فبرورۍ په ٩مه نېټه په بروکسيل کې د ناتو په عمومي مقر کې د اوکراين له صدراعظم ولوديمير ګرويسمان سره لېدنه وکړه او د اوکراين په ختيځ کې د حالاتو په هکله يې ورسره بحث وکړ.

د جنورۍ له ٢٩مې نيټې راهيسی د اوکراين په ختيځ کې جنګي سيمه کې پوځي عمليات په ناڅاپي توګه زيات شوي او د جګړې دواړو ښکلو خواوو درندې وسلې کارولې کومې چې د اوربند په تړون کې منع دي، د دغې جګړې له امله سخته مرګژوبله اوښتې ده او ځايي کورونه او ملکي تاسيسات هم ډېر ويجاړ شوي دي. د عامو افکارو له مخې دغه پوځي نښتې د ٢٠١٥ کال د فبرورۍ په مياشت کې د مينسک تړون له لاسلېکېدو راهيسی تر ټولو سختې وې. د عامو افکارو په اند په داسي حال کې د اوکراين صدراعظم له ناټو نه لېدنه وکړه ترې ښکاري چې اوکراين د ناټو څرګند ملاتړ هېله لري. خو د دواړو خواوو له څرګندونو نه ښکاري چې ناتو همدغه هېله اوکراين ته ښودلې ده.

د ناټو د سرمنشي مرستيالې ګوتيمويلير وويل ناټو د اوکريان په ختيځ کې سختې نښتې څاري او د دغه حالت د نه منلو مانا يې څرګنده کړې. هغې پر روسيې نيوکه وکړه چې د دغه حالت په هکله ځانګړې دنده لري او له روسيې او اوکراين څخه يې غوښتنه وکړه چې خپلې ژمنې پوره کړي. هغې وويل ناتو به په مداومه توګه اوکريان ته سياسي ملاتړ او مالونه برابر کړي.

د اوکراين صدراعظم ګرويسمان پر دې ټينګار وکړ چې اوکراين د ناتو باوروړ ملګری دی او اوکراين به تر وسی پورې له ناټو سره همکارۍ پياوړې او اغيزمنې کړي چې د اروپا امنيت لپاره به ګټورې وي. هغه هم ګوتيمويلير او د ناټو شورا ته بلنه ورکړه چې له اوکراين نه لېدنه وکړي او په اوکراين کې د پرمختګ حالت وګوري.

د اوکراين په ختيځ کې د حالاتو د سختوالي سره سره د اوکراين او روسيې تر منځ د نوي پړاو ديپلوماتيکې سيالۍ ټينګې شوي. د فبرورۍ په ٥مه نېټه د اوکراين ولسمشر پيترو پوروشينکو د امريکا له ولسمشر ډدنلډ ټرمپ سره ټليفونې خبرې وکړې او د اوکراين په ختيځ کې د حالاتو په هکله يې ورسره بحث وکړ. سپينه ماڼې وايي ټرمپ په ټليفونې خبرو کې ژمنه وکړه چې امريکا به د اوکراين په سرحدی سيمه کې د سولې د بيا اعادې په چارو کې له دغه هېواد او اړوندو خواوو سره مرسته وکړي. د اوکريان خبري رسنيو پام اړولی چې ټرمپ په خبرو کې د اوکراين مسئلې په هکله بيړنې نظريې نه درلودې. د روانې مياشتې په ٦مه نېټه ټرمپ وويل دی په اوکراين کې د حالاتو په هکله سم نه پوهيږي او نورو مالوماتو ته اړتيا لري. ټرمپ د امريکا د ولسمشر په ټاکنو کې ويلی چې د اوکراين مسئله بايد د المان په شمول د ځينو هېوادونو لخوا حل شي. نو د اوکراين په دننه کې داسې انديښنه شته چې ښايي اوکراين د امريکا په ديپلوماتيکو تګلارو کې کمزوری شي. په عين وخت کې روسيې د اوکراين مسئلې په هکله د ټرمپ د رويې هرکلی کوي، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لافروف وويل د اوکراين مسئلې په هکله د ټرمپ دريځ د پخواني ولسمشر باراک اوباما په نسبت پرمخ شوی دی.

په همدې ورځ يوه خبري ناسته کې د اوکريان صدراعظم ګرويسمان وويل هغه انديښنه نه کوي چې ټرمپ له روسيې سره د اړيکو د ښه والي په اړوندې څرګندونې وکړې او اوکراين به د دواړو هېوادونو په دپلوماتيکو چارو کې پرېږدي. هغه باور لري چې امريکا به له عدالت څخه ملاتړ وکړي او عدالت د اوکراين په خوا کې دی. خو د ځينو کارپوهانو په اند د ټرمپ حکومت تګلارې به د اوکراين په ختيځ کې د حالاتو د نه ثابتوالي سبب وشي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای