CRI Online

د افغانستان په هلمند ولايت کې ځانمرګي بريد ٨ تنه ووژل

cri     (GMT+08:00) 2017-02-12 21:39:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د هلمند ولايت وياند امر د فبرورۍ په ١١مه نېټه وويل، په همدې ورځ د دې ولايت په مرکز لشکر ګاه ښار کې يو بانک ته نږدې د يو ځانمرګي بريد له امله ٨ تنه مړه او څه دپاسه شل تنه نور ټپيان شوي دي.

وياند امر وويل، بريدګر دغه بانک ته نږدې چاودنه وکړه، په هغه وخت کې د ملي امنيتي پوځ ځيني عسکر په دې بانک کې د خپلو معاشونو په اخيستلو بوخت وو، بريدګر ځای پر ځای وژل شوی او په مړه او ټپيانو کې ځيني عام وګړي او د ملي اردو عسکر شامل دي.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای