د سينهوا اژانس د خبر له مخې، يو افغان چارواکي د فبرورۍ په دوولسمه نېټه وويل، د فبرورۍ د يوولسمې نېټې نه راپدېخوا، امنيتي ځواکونو په بدخشان کې د طالبانو لس تنه وسله وال ووژل.
د بدخشان ولايت وياند د دې خبر پخلی وکړ چې امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې د جارم په سيمه کې د طالبانو پر ضد تصفيوي عمليات تر سره کړي او د طالبانو ځايي اډې يې ويجاړې کړې او د دې سيمې څو کلي يې بېرته نيولي. د يو عمده مشر او شپږو بهرنيو وسله والو په ګډون د طالبانو لس تنه په دې عملياتو کې د امنيتي ځواکونو لخوا وژل شوي، څوارلس وسله وال ټپيان شوي. امنيتي سرتيرو او ځايي وګړو ته په دې عملياتو کې زيان ندی رسيدلی.
تر اوسه پورې طالبانو د دې عملياتو په اړه هيڅ ندي ويلي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |