CRI Online

ټولې راډيوګانې تاسې لپاره خدمت کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-13 16:32:36

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ٢٠١٧ کال د فبروري ١٣مه نېټه د راډيو له نړيوالې ورځې سره برابره ده د روان کال عمده مضمون يې دا دی چې ټولې راډوګانې تاسې لپاره خدمت کوي او موخه يې په بېلا بېلو ځايونو کې د راډيو ګانو او اورېدونکو ترمنځ د اړيکو ساتل او په راډيويي چارو کې د لازياتو عامو خلکو د برخې اخيستنې هڅول دي.

نن ورځ د نړيوالو راډيوګانو شپږمه نړيواله ورځ ده . د راډيوګانو په تېرو نړيوالو ورځو کې عمده موضوعات د جنسي مساوات، د ښځو حقوقو، ځوانانو، په بېړني حالاتو کې له راډيويي پرمختګ او اړيکو سره تړاو درلود.روان کال د م م د يونيسکو سازمان دغه مضمون ټاکلی چې ټولې راډيوګانې تاسې لپاره خدمت کوي.

تر دې عنوان لاندې د م م يونيسکو سازمان په دې هڅه کې دی چې د عامه راډيوګانو په شمول د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو راډيوګانې په پر له پسې توګه د پروګرامونو کيفيت لوړ او له اوريدونکو سره تماس وساتي . ياد سازمان هيله من دی چې د معلوماتو پر خپرولو اوپر تفريحي پروګرامونو سربېره راډيوګانې د ښو پروګرامونو د جوړولو توان ولري او د ازادو نظرونو د څرګندولو او د سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو د حل وفصل لپاره د نوښت او د ابتکار لارو چارو پيدا کولو او ښودلو وړتيا ولري.

د م م د يونيسکو سازمان عمومي مديرې الينا بوکوا د سږنۍ نړيوالې ورځې د نمانځنې په يوه کتبي وينا کې وويل چې په اوسنۍ زمانه کې د معلوماتو په شريکولو او تر لاسه کولو کې بدلونونه او انقلاب راغلی دی او په دې ترڅ کې راډيوګانو بې ساری جذابيت ښودلی دی.هغې پردې ټينګار وکړ چې بې سيم راډيوګانې د ٢٠٣٠ کال لپاره د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا د پرمخبيولو لپاره د اهميت وړ دی .د نويو ننګونو پر وړاندې بې سيم راډيوګانې له اقليمي بدلون سره د مقابلې او د تبعيض پر ضد د مبارزې په برخو کې د توپيرونو د ليری کولو او د اړيکو د پياوړتيا لپاره اسانې او مساعدې لارې چارې برابروي.

د م م د راډيوګانو خبريال جانګ لي د دې ورځې په مناسبت يوه ځانګړې مقاله کې ليکلي چې بې سيم راډيوګانې د شلمې پېړۍ په لومړيو پنځوسو کلونو کې د خلکو ژوند ته ننوتلې وې او تر اوسه پورې لاهم د معلوماتو د تر لاسه کولو او خپرولو په برخو کې مهم رول لوبوي.هغه وويل (اواز.........) د م م د يونيسکو سازمان د يوې شمېرنې له مخې اوس په نړۍ کې د راډيويې ستېشنونو شمېر څلور څلوېښت زرو ته رسيدلی او په وروسته پاتو سيمو کې د راډيوګانو د اورېدونکو شمېر په سلو کې پنځه اويا برخه نيولې ده. يعنې د انټرنټ او تلويزيون په پرتله راګاډيوګانې لاهم د خلکو له ژوند سره نژدې اړيکې لري. ښايي انټرنټي شبکه او تلويزيون ونه لري، خو ډېر کسان د موټر چلوولو، قدم وهلو او د کورنيو چارو د ادارې په بهير کې اف ام راډيويي پروګرامونه اورېدلی شي او د نړۍ نوي معلومات تر لاسه کولی شي.

په نوې زمانه کې د انټرنټ او انترنټي ويډيو په شمول د نوي خبري رسنيو پرمختګ د راډيو ګانو په شمول پر عنعنوی خبري رسنيو اغيزه کړې ده.ډېرو راډيوګانو په فعاله توګه د خبري رسنيو د پيوستون په بهير کې ګډون کړی دی .که څه هم په اوسنۍ زمانه کې نويو خبري رسنيو چټک پرمختګ موندلی دی، خو راډيوګانې لاهم د خلکو ترمنځ نه بدلېدونکی غوره والی لري. د م م د راډيويي مطبوعاتو پروګرام جوړوونکي هوانګ لي لينګ وويل چې د م م راډيويې ستېشن چې د ١٩٤٦ کال د فبروري په ١٣مه نېټه جوړه شوه، د نويو خبري رسنيو د پرمختګ په حال کې اصلاحات هم تر سره کړی ،ځکه چې دا د م م د مطبوعاتي خپرونې لپاره يوه لازمه لار ده. هغې وويل (اواز..........) د م م راډيو د لسګونو کلونو لپاره خپلو چارو ته ادامه ور کړې ، خو زمونږ د اورېدونکو اړتياوې د بدلېدو په حال کې دي او د معلوماتو د تر لاسه کولو اړتياوې هم زياتې شوي دي،نو اوس مهال مونږ بايد اصلاحات تر سره کړو او د بېلا بېلو ژبو په وسيله راډيويي او انټرنټي پروګرامونه جوړ کړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای