د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د باختح اژانس د فبرورۍ په ١٣مه نېټه خبر ورکړ چې ٧٩ کلن جرمنی اوتو پفيستر څو ورځې مخکې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د عمومي روزونکي په توګه وټاکل شو.
پفيستر په خبري ناسته کې وويل، اوس زما پر غاړه درنه دنده ده او زه ډېر پرې خوښ يم. هغه هيله وښودله چې د افغانستان د فوټبال چارو پرمختګ لپاره د روزونکو له ډلې سره په ګډه کوښښ وکړي . هغه وويل اوس ډېره د پاملرنې وړ سيالي د راتلونکې مارچ په ٢٨مه نېټه د ويتنام له ملي لوبډلې سره ده چې د ٢٠١٩ کال د اسيايي کپ ابتدايي سيالي هم ده.
د افغانستان د فوټبال ټولنې رئيس کريم له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، موږ هيله لرو چې د لارښوونکي پفيستر په شمول د لارښوونکو نوې ډله به د ملي لوبډلې په اړه د افغان مينوالو اميد عملي کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |