CRI Online

په افغانستان کې د م م مرستندويه ډلې په هلمند ولايت کې د ٢ بريدونو غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-02-14 09:20:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د م م مرستندويه ډلې د فبرورۍ په ١٣مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په هلمند ولايت کې د ٢ بريدونو غندنه وکړه او له بېلا بېلو خواوو څخه يې غوښتنه وکړه چې نړيوال بشري اصول مراعات وکړي او د عامو وګړو د امنيت د ساتلو لپاره تدبيرونه ونيسي.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د نوموړې ډلې له لومړۍ پلټنې سره سم د روان کال د فبرورۍ له ٩مې نېټې څخه تر ١٠مې نېټې پورې بهرنيو ځواکونو د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر اډې هوايي بريد وکړ چې له امله يې لږ تر لږه ١٨ عام وګړي وژل شوي دي. وژل شوي کسان زياتره ښځې او ماشومان دي.بر سېره پر دې،د روانې مياشتې په ١١مه نېټه وسله والو طالبانو د هلمند ولايت په لښکرغاه ښار کې يو ځانمرګی بريد وکړ چې د ماشومانو په ګډون ٧ عام وګړي پکې وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای