د سين هوا اژانس د خبر له مخې،پاکستاني خبري رسنيو د فبرورۍ په ١٣مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ د دغه هېواد د پنجاب ايالت په لاهور ښار کې د يو ځانمرګي بريد له امله لږ تر لږه ١٥تنه وژل شوي او ٦٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
ياد بريد د لاهور ښار پارلمان ته نژدې رامنځته شوی ،پوليسو ٢ شکمن کسان نيولي دي.اوس ټپيان شاوخوا روغتونونو ته لېږدول شوي دي. ښايي د وژل شويو کسانو شمېر لوړ شي.د پاکستاني طالبانو يوې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |