CRI Online

اروپايي ټولنه:د عمومي تګلارو له لارې د چين اقتصاد په سالم ډول پرمختګ کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-14 15:32:56

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اروپايي ټولنې کميټې د فبرورۍ په ١٣مه نېټه د ژمني اقتصادي وړاندوينی راپور خپور کړ چې له مخې يې د اړوندو عمومي اقتصادي تګلارو له امله د چين اقتصاد په سالم ډول پرمختګ کوي.

د اروپايي ټولنې کميټې په همدې ورځ د يو راپور په خپرولو سره وويل چې د ارامۍ سوداګرۍ او کمې پانګونې له امله د ٢٠١٦ کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د اقتصادي پرمختګ سرعت ورو شوی،خو په دوهمه نيمايي کې د چين اقتصاد چټک پرمختګ کړی او صادراتي اندازه او پانګونې يې زياتې شوې دي.په تېر کال کې د چين د اقتصادي زياتوالي انډول ٦ اعشاريه ٧ سلنې ته رسېدلی دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای