CRI Online

روسيه په شمالي قطب کې د پوځي ستراتيژۍ د پلي کولو لپاره هڅه کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-14 16:13:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې خبري رسنيو خبر ور کړ چې د روسيې د دفاع وزارت مرستيال دميتري بولګاکوف په دې وروستيو ورځو کې اعلان کړی چې روسيه به د فبروري په منځنيو لسو ورځو کې په شمالي قطب کې د نوي ډول وسلو او تجهيزاتو ازموينه تر سره کړي.

د څېړونکو په اند روسيه شمالي سيمه يوه پراخه ستراتيژيکه سيمه بولي او په دې وروستيو کلونو کې يې د دې سيمې پرمختيايي ګامونه چټک کړي تر څو له لويديزو هېوادونو سره په سيالۍ کې لوړ مقام تر لاسه کړي او خپل دفاعی توان پياوړی کړي.

په دې وروستيو کلونو کې روسيې د دې هېواد د اقتصادي پرمختګ او په ځايي سيمه کې د دې هېواد د سياسي اغيزې د پراخوالي په برخه کې د شمالي قطب پر رول څېړنه کړې ده. د روسيې پوځي کارپوهانو په اند لومړی دا چې په شمالي قطب کې غني سرچينې شته دي چې دا د روسيې د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټورې دي.دوهم د دې هېواد شمالي الوتنه چې له يخې اقيانوس سمندري سيمې څخه تېريږي،له اسيا او ارام سمندر سيمې څخه اروپا ته مستقيمه او چټکه الوتنه ده چې ښايي په راتلونکې کې د اسيا او اروپا ترمنځ د مالونو ليږدونې دهليز وګرځي.درېيم په شمالي قطب کې جغرافيايي او هوايي شرايط د روسيې د خاورو امنيت د ساتلو لپاره ډېر مهم ستراتيژيک اهميت لري.

روسيې تل په دې سيمه کې پر خپل حاکميت ټينګار کړی دی.د ٢٠٠٧ کال په اګست مياشت کې د دې هېواد علمي پلټونکې ډلې د يخې اقيانوس تر اوبو لاندې په څلور زره او دری سوه متري ساحه کې روسي بيرغ لګولی و او د ٢٠١٥ کال په اګست کې روسيې په رسمي توګه م م ته غوښتنليک وړاندې کړ او ور څخه يې غوښتنه وکړه چې د اقيانوس د يو مليون دوه لکه مربع کيلو مترو په پراخوالي د سمندري سيمې د استخراج او پرمختګ حق روسيه بايد ولري. د دنمارک او کاناډا په شمول ځينو هېوادونو له دې غوښتنې سره مخالفت وکړ.

د م م د سمندري قانون له مخې له دې امله چې هېڅ شواهد نه شته چې د هر يو هېواد کرښه شمالي قطب ته پراخيږي، نو شمالي قطب او شاوخوا سيمه له هېڅ يو هېواد سره تړاو نه لري.

د نوموړي معلوماتو له مخې هغه پوځي کارپوهان چې په دې ازموينه کې به ګډون وکړي، د روسيې د اقيانوس سمندري بندر تيکسي ته رسيدلي او د پوځي عسکرو له خوا د دوه زرو کيلو متري ساحه کې د قدم وهلو په ترڅ کې د نوي ډول وسلو او تجهيزاتو ازموينه تر سره کړي تر څو په ټيټه منفي شپېته درجه هوا کې په دريو ورځو کې دغه تجهيزات په عادي توګه فعال وي.

د ٢٠١٦ کال د دسمبر په پيل کې د روسيې د رادار پوځ قوماندان وويل چې روسيې په شمالي قطب کې د رادار ستېشن د جوړولو ګامونه اوچت کړي چې په دې سيمه کې د هوا ضد د کنترول توان ور سره پياوړې شوی دی.بولګاکوف د ٢٠١٦ کال په پای کې د روسيې د دفاعي کارونو د راغونډولو پر مهال داسې هم ويلي و چې روسي پوځ په چټکۍ سره په شمالي قطب کې د پوځي تأسيساتو د جوړولو ګامونه اوچت کړي چې تر اوسه پورې ځيني پوځي بنسټيز تاسيسات بشپړ شوي دي.په ٢٠١٦ کال کې د روسيې د دفاع وزارت په شمالي قطب کې د يوسل نوي پوځي اډو د شاوخوا ٢١ زرو پوځي افسرانو او عسکرو ته نوی ټنه بېلا بېل مالونه ليږدولي دي.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين څو څو ځله د دې هېواد د وسله والو ځواکونو د پرمختګ په هکله غونډو کې ويلي چې شمالي قطب د روسيې لپاره ډېر مهم دی او په دې سيمه کې د ستراتيژيکۍ قوماندانۍ مرکز جوړونه نه يوازې د روسيې د پوځي تأسيساتو د عصري کېدو بلکې د ځايي سيمې د امنيتي سويې د لوړوالي لپاره ګټوره ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای