CRI Online

افغان ولسمشر له طالبانو څخه په سوله ييز بهير کې د ګډون غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-02-15 09:48:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فبرورۍ څوارلسمه نېټه له افغانستان څخه د شوروي پوځونو د ايستلو د اته ويشتمې کليزې سره برابره وه. افغان ولسمشر اشرف غني په همدې ورځ په خپله وينا کې له طالبانو څخه وغوښتل چې له حکومت ضد عملياتو څخه لاس واخلي او ژر تر ژره د هېواد په سوله ييز بهير کې ګډون وکړي.

هغه وويل، افغانان دې خپل ټاټوبي ته را ستانه شي، د طالبانو هغه مشران چې په نورو هېوادونو يا ځايونو کې جلاوطنه ژوند کوي ، بايد په اَبرومند ډول په خپل وطن کې ژوند وکړي. ولسمشر اشرف غني زياته کړه چې د حکومت او اسلامي ګوند ترمنځ په تېر کال کې لاسليک شوی سوله ايز تړون د هېواد په سوله ايز بهير کې د ټولو حکومت ضد تنظيمونو د ګډون لپاره نمونوي رول لوبولی دی . د افغانستان د خبري رسنيو په وينا د اشرف غني دغه وينا په داسې حال کې وکړه چې طالبانو يو وار بيا له حکومت سره خبرې پرې کړې دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای