د سین هوا اژانس دخبر له مخې د مصر ولسمشر سیسي د روانې میاشتې په ۱۵ نیټه د م م له سرمنشی ګوتریس سره د سیمې پر تودو مسئلو خبرې اترې وکړې. ګوتریس وویل چې د منځني ختیځ بحران باید په سیاسي توګه حل شي او د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ مسئلې د حل لپاره د دواړو هیوادونو پلان تر څنګ بل کوم پلان نه شته . نړیواله ټولنه باید د دواړو هیوادونو له پلان څخه ملاتړ وکړي.
هغه په ژنیو کې د سوریې د سوله ییزو خبرو اترو او د عراق د ملي روغې جوړې په اړه د م م ټینګه اراده هم تائیده کړې ده.
-زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |