د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فبرورۍ په پنځلسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو د لوی سفير د مړينې په مناسب تعزيت څرګند کړ.
د عربي متحده اماراتو د ولسمشر چارو ادارې په همدې ورځ خبر ورکړ چې په افغانستان کې د دغه هېواد لوی سفير جومه محمد عبدالله القابي چې د جنورۍ په لسمه نېټه په کندهار ولايت په يوه بمي چاودنه کې سخت ټپی شو، د جنورۍ په پنځلسمه نېټه مړ شو.
د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلاميه کې ويل شوي چې د افغانستان او عربي متحده اماراتو تر منځ اړيکې دايمي او ټينګې دي، ياده پېښه به نه يوازې د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو د پرمختګ په لاره کې خنډونه وا نه چوي، بلکې له ترهګرو سره د مبارزې لپاره د دواړو هېوادونو هوډ به نور هم ټينګ کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |