CRI Online

د پسرلني جشن په جريان کې درې سوه مليونو مسافرينو د اورګاډو له لارې سفر کړی

cri     (GMT+08:00) 2017-02-16 15:15:18

خبريال د فبرورۍ په شپاړسمه نېټه د چين د پټليو عمومي شرکت څخه خبر واخيست چې د فبرورۍ تر پنځلسمې نېټې پورې، د پسرلني جشن په جريان کې د هغو مسافرينو شمېر چې د اورګاډو له لارې يې سفر کړی، درې سوه او دوه مليونو تنو ته رسېدلی دی، چې د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله اوه ويشت مليونه اوه لکه او دوه شپېته زره زيات شوی، د زياتوالي انډول لس اعشاريه يو سلنه دی.

د شمېرنې سره سم، په پنځلسمه نېټه به د اورګاډو د مسافرينو شمېر نهه مليونه دوه لکه او يو اتياوو زرو ته رسېدلی، په شپاړسمه نېټه به دغه شمېر نهه مليونه وي. برسيره پر دې، شپږ سوه او نهه شپېته کرښې به په دې ورځ زياتې شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای