CRI Online

ښايي سږ کال د برېښنايي موټرونو د پلورلو شمېر اته لکو ته ورسېږي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-16 15:15:57

 

د بېجينګ ورځپاڼې د خبر له مخې، پروسږ کال د پلورل شويو برېښنايي موټرونو شمېر پنځه لکو ته رسېدلی دی چې د دوه زره او پنځلسم کال په پرتله درې پنځوس سلنه زيات شوی. د چين د موټرونو د صنعتي کميټې د سرمنشي مرستيالې شيو يان هوا په دې وروستيو کې وويل، سږ کال به د چين د برېښنايي موټرونو بازار په پر له پسې ډول په ګړندي او چټک ډول پرمختګ وکړي. د اټکل سره سم، ښايي سږ کال د برېښنايي موټرونو د پلورلو شمېر اته لکو ته ورسېږي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای