CRI Online

ډونالډ ټرمپ له بنيامين نتنياهو سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-02-16 15:28:24

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په ١٥ مه نېټه په سپينې ماڼۍ کې د اسرائيلو له صدراعظم بنيامين نتنياهو سره خبرې اترې وکړې. ټرمپ د خبرو اترو وړاندې ګډه مطبوعاتي غونډه کې ويلي چې د حل لار که" دوه دولتونه " وي يا "يو دولت "، امريکا هره هغه لار مني کومه چې د فلسطين او اسرائيل لخوا د منلو وړ وي. د څېړونکو په اند د ټرمپ د حکومت هغه رويه چې د اسرائيلو په ګټه اوهمدارنګه پر ايران فشار واردول دي، څرګنده شوې ده او ښايي د منځني ختيځ په اړه د امريکا تګلارې بدلې شي.

واک ته له رسيدو وړاندې په ټوېټر کې ټرمپ له بنيامين نتنياهو سره ډېرې نږدې اړيکې درلودې ، نو دواړه هېوادونه له روانې سرمشريزې غونډې څخه هيله لري چې خپلمنځي دوه اړخيزې اړيکې بيا عادي کړي. په ١٥ مه نېټه ګډه مطبوعاتي غونډه کې ټرمپ او نتنياهو نه يوازې يوځل بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملګرتيا په نه ويجاړ ېدونکو اړيکو ټينګار کړی، بلکې د ايران د اټومي مسئلې او د اسرائيلو د استوګنځايونو په سر د م م د پريکړې په اړه د دواړو هېوادونو مشابه دريځونه يې هم څرګند کړي دي. ټرمپ وايي، هغه به د هرې هغې هوکړې د رسيدو لپاره هڅې وکړي کومه چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ سوله رامځته کولی شي، خو دا د فلسطين او اسرائيلو دواړو هېوادونو ګذشت ته اړتيا لري. نوموړی پدې اړه وايي:

((زه د" دوو دولتونو " او هم د" يوه دولت " پلانونه په نظر کې نيسم، زه د هغه پلان ملاتړ کوم چې د دواړو خواوو لخوا د منلو وړ وي. فکر مې کړی و چې ښايي" دوه دولتونه "مسئله په لااسانه او ښه توګه حلولی شي، خو واقعأ زه د هغه پلان ملاتړ کوم کوم چې د بنيامين نتنياهو ، فلسطينيانو او د اسرائيلو په استوګنځايونو کې د اوسيدونکو لخوا ډېر د خوښې وړ وي.))

اصلأ په تېرو لسګونو کلونو کې د منځني ختيځ په اړه د امريکا د تېرو دورو حکومت تګلارې يوازې د اسرائيلو او فلسطين دوو خپلواکو دولتونو له جوړولو څخه ملاتړ وکړ او دغه پلان هم عمومأ د نړيوالې ټولنې لخوا منل شوی دی. خو د منځني ختيځ په اړه د ټرمپ تازه څرګندونې د امريکا له پخوانيو تګلارو سره مشابې نه دي.

د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نتنياهو وايي، اسرائيل يوه رښتينې سوله ييزه هوکړه غواړي.نوموړی وايي:

((د بېکاره هوکړې په پرتله، زه يوه رښتينې سوله ييزه هوکړه غواړم، موږ بايدپر سولې د ټينګار او د سولې د هڅولو لپاره نوې لارې پيدا کړو.))

واک ته د ټرمپ له رسيدو وروسته اسرائيلو نه يوازې د اردن سيند په لويديځه غاړه د غير قانوني يهودي ميشت ځايونو د قانوني کېدو لايحه تصويب کړې، بلکې ٦٠٠٠ نوي استوګنځايونه يې هم منظور کړي او امريکا په کلکه ورسره مخالفت نه دی کړی. په ١٥ مه نېټه مطبوعاتي غونډه کې ټرمپ يوازې پدې اړه نتنياهو ته مشوره ورکړه چې پدې هکله دې لږ څه زغم وساتي. ټرمپ وويل:

((هيله ده چې د يهودي ميشت ځايونو مسئلې په برخه کې تاسو لږ څه زغم وساتئ، موږ به د مسئلې د حل لار پيدا کړو ، هيله من يوچې پدې هکله هوکړه وشي، زه پدې ډاډمن يم.))

د هغې تودې مسئلې په هکله چې ښايي په اسرائيلو کې د امريکا سفارت بيت المقدس ته انتقال شي، ټرمپ هيله وښوده چې دا کار ترسره شي او پر دې يې ټينګار وکړ چې هغه دې ته ډېره پاملرنه کوي.

که څه هم امريکا پر ايران د فشار واردولو او د اسرائيل پلوه رويه ښکاره کړې، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي، د فلسطين او اسرائيلو د مسئلې په اړوند د دوې تګلارې نه دي بدلې شوې، دوی به پدې برخه کې له سپينې ماڼۍ سره اړيکې وساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای