CRI Online

د پاکستان د سند ايالت په سيون ښار کې ځانمرګي بريد ٧٢ کسان وژلي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-17 09:02:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د جنوب سند ايالت په سيون ښار کې پوليس وايي، چې د فبرورۍ د ١٦ مې نېټې په شپه د سيون سيمه کې د لعل شهباز قلندر زيارت کې ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې ٧٢ کسان وژل شوي او تر ٢٠٠ نور زيات ټپيان شوي دي.

د سيون سيمې د روغتيا ادارې د چارواکي په قول په وژل شويو او ټپيان شويو کې زياتې ښځې او ماشومان دي، دا چې ټپيان ډېر دي،نو چورلکې استول شوې او ځيني ټپيان يې د حيدر اباد ا او کراچۍ ښارونو ته ليږدولي دي. ځايي حکومت له ځواکونو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د درې ګونو ځواکونو مطبوعاتي چارواکی وايي، د پاکستان د ځمکنيو ځواکونو لوی درستيز امر کړی چې د پېښې ځای ته د ټپيانو د ژغورلولپاره سرتيري وليږي، دغه راز د حيدر اباد پوځي روغتون کې هم بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د سيون سيمې د پوليسو يو افسر وايي، بريدګر په جومات کې په خپلځان پورې تړلي چاوديدونکي توکي وچوول چې پر مهال يې زيارت کې له ٥٠٠ نه تر ٨٠٠ پورې کسان وو. اوس د پېښې ځای کلابند شوی دی.

افراطي داعش ډلې د دغه بريد مسئوليت منلی دی.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف په کلکه دغه پېښه غندلې ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای