د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د فبرورۍ په ١٦ مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي چې د جرمني په بون کې د شلو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه کې ګډون کاوه، د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو له لوړپوړې استازې مغيريني سره وکتل.
وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چې چين په ټينګه د اروپا د يووالي د بهير ملاتړ کوي . چين او اروپا ستراتيژيکې همکاريز ملګري دي،او په زياتو مهمو نړيوالو مسئلو کې مشابې دريځونه لري، دواړه خواوې دې خپلمنځي ستراتيژيکې همکارۍ لاپسې ژورې کړي. چين به له اروپا سره د مشرانو ترمنځ د ملاقات په شمول د بېلابېلو ميکانيزمونو له لارې خپلمنځي سوله ييزې، پرمختيايي، اصلاحې او متمدنې اړيکې ټينګې کړي او نړيوالو ته به دا پيغام ورکړي چې دواړه خواوې په ګډه سره د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره هڅه کوي او د WTO پر محور د نړيوال سوداګريز سيستم ساتنه کوي.
مغيريني وويل، اروپايي ټولنه چين ګواښ نه بلکې همکار بولي. اروپايي ټولنه د يو چين په تګلارې ټينګار کوي او غواړي چې د نړيوالې ودې، له اقليمي بدلون سره د مقابلې، افريقايي چارو، افغانستان، سوريې، د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې په شمول يو شمېر برخو کې خپلمنځي ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي. (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |