CRI Online

انتونيو کوتريس د پاکستان په سند ايالت کې ترهګريز بريد وغانده

cri     (GMT+08:00) 2017-02-17 09:42:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو کوتريس د فبرورۍ په ١٦ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پاکستان د جنوب سند ايالت په سيون سميه کې د لعل شهباز زيارت کې ترهګريز بريد وغانده او د قانون منګولو ته يې د بريدګرو د سپارلو غوښتنه وکړه.

کوتريس په اعلاميه کې د دغه بريد د قربانيانو کورنيو ، د پاکستان حکومت او خلکو ته د ډاډګېرنې مراتب څرګند کړل او ويې ويل چې م م د نړيوالو او بشري حقوقو اصولو د پوره درناوي پر اساس د پاکستان د حکومت د ترهګرۍ ضد مبارزې ملاتړ کوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای