د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوريې خبري رسنيو د فبرورۍ په ١٦مه نېټه خبر ورکړ چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د سوريې په حلب کې د ترکيې د پوځي عملياتو له امله ٢٤ تنه سوري وګړي وژل شوي دي.
د سوريې د خبري اژانس د خبر له مخې،په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ترکيې ځواکونو د حلب ولايت په الباب ښار کې د اوسېدونکو پر سيمو پوځي بريدونه کړي چې له امله يې د سوريې ٢٤ عام وګړي وژل شوي او په کې ١١ ماشومان شامل دي.بر سېره پر دې ،د ترکيې د بريدونو له امله د وګړو کورونه او بنسټيز تاسيسأت هم سخت ويجاړ شوي دي.
د بل خبر له مخې،د روان کال د جنورۍ په ١١مه نېټه او د تېر کال د دسمبر په ٢٣مه نېټه د سوريې په شمال کې د ترکيې د بريدونو له امله ٩ تنه او ٨٨ تنه عام وګړي وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |