CRI Online

وانګ يي:يوازې د همکارۍ له لارې به د پرمختګ په برخه کې ستونزې لېرې شي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-17 09:53:20

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،پر ځايي وخت د ٢٠١٧ کال د فبرورۍ په ١٦مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جرمني په بون کې د شلو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون درلود.هغه د ٢٠٣٠ کال د پر له پسې پرمختګ د اجنډا په اړه خپله وينا کې وويل چې د پرمختګ په برخه کې د ننګونو د حل لپاره دې همکاري پياوړې شي.

وانګ يي وويل چې پرمختګ د نړيوالې ټولنې په وړاندې ګډه دنده ده.موږ بايد د سوله ييز او ثابت نړيوال چاپيريال د برابرولو لپاره همکاري پياوړې کړو تر څو د ګډو ګټو پر بنسټ د نوي ډول نړيوالې اړيکې ټينګې شي او د نړيوال پرمختګ لپاره ښه چاپيريال برابر کړو.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای