د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ناټو سرمنشي جنس ستولتنبرګ د فبرورۍ په ١٦مه نېټه د ناټو د دفاع وزيرانو تر غونډې وروسته خبري رسنيو ته وويل چې د بېلا بېلو هېوادونو د دفاع وزيرانو موافقه وکړه چې د ناټو د قوت او دفاعي توان د پياوړتيا لپاره به څو تدبيرونه ونيول شي.
ستولتنبرګ وويل چې له ګواښونو سره د ناټو د مقابلې توان د لارښوونې له سالم او فعال جوړښت سره تړاو لري.په همدې ورځ نوموړو وزيرانو د ناټو د لارښوونکي جوړښت د عصري کېدو په اړه بحث وکړ.
ستولتنبرګ وويل چې انټرنېټي دفاع د ناټو يوه بله دنده ده.ناټو د انټرنېټ د ساتلو لپاره ګړندي عملي ځواکونه جوړ کړي او د انټرنېټ دفاع د ښه والي لپاره له ملګرو هېوادونو سره مرسته کوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |