د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند ګنګ شوانګ د فبرورۍ په ١٦ مه نېټه د کيم جونګ نان د وژنې په اړه وويل، چې چين د دغې پېښې پروسې ته پاملرنه کوو.
په همدې ورځ نوبتي مطبوعاتي غونډه کې يوه خبريال پوښتنه وکړه چې د کيم جونګ نام د وژنې پېښه به د چين او شمالي کوريا پر اړيکو څه اغېزې ولري ، ايا منفي اغېزې به ولري که نه؟
وياند ګنګ شوانګ په ځواب کې وويل چې موږ د دغې پېښې په اړه د رسنيو رپوټونو ته متوجه دی او د دغې پېښې پروسې ته پاملرنه کوو. چين او شمالي کوريا نږدې ګاونډي هېوادونه دي، دواړه هېوادونه لرغونې دوستانه اړيکې لرلې دي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |