CRI Online

د نړۍ په کچه ٢٩ سترو شرکتونو په اروموچي کې خپلې څانګې جوړې کړې

cri     (GMT+08:00) 2017-02-17 11:37:08

د اروموځي د مازديګر ورځپانې د خبر له مخې، د نړۍ په کچه ٢٩ سترو شرکتونو په اروموچې خپلې څانګې يا مهمې پروژې جوړې کړې دي.

د اروموچي ښار د سياسي مشورتي کنفرانس غړی وې جي هوې ښار ته د شرکتونو راجلبولو ادارې چارواکی دی. هغه وويل، د پروسږ کال تر پای پورې، د نړۍ په کچه نهه ويشتو او د هېواد په کچه يو سل او څلوېښتو سترو شرکتونو اروموچې خپلې څانګې يا مهمې پروژې جوړې کړې دي. سږ کال د دې ادارې مهمه دنده د تجارت، د توکيو ليږدولو، کولتور، سيل، د عصري توليداتو د چمتو کولو، پولي چارو، نويو انرژو، د نساجۍ صنعت، د اومو نفتو څخه د تفتي مشتقاتو د حاصلولو، بيلوژيکي صنعت، طبي چارو، د امنيت ساتنې د ديجټالي تخنيکونو، مخابراتي چارو او د ځانګړو خوراکونو او کرنې په اړه د شرکتونو راجلبول دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای