د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عرب ليګ سرمشني احمد عبدال غيت د فبرورۍ په شپاړسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د منځني ختيځ سوله د دوو هېوادونو پلان ته اړتيا لري.
غيټ په دې اعلاميه کې د فلسطين او اسرائيلو د مسئلې په اړه د عرب ليګ پر دغه دريځ بيا ټينګار وکړ چې فلسطين دې د نولس سوه او اوه شپېتم کال د سرحدي کرښې له مخې او د ختيځ بيت المقدس په پلازمينه يو خپلواک فلسطين هېواد جوړ کړي.
غيټ په قاهره کې د عرب ليګ په عمومي مقر کې د م م له سرمنشي انتونيو ګوټريس سره د ليدنې وروسته يادې خبرې وکړې. ګوټريس په پنځلسمه نېټه په قاهره کې هم دا ويلي دي، چې د دوو هېوادونو پلان د فلسطين او اسرائيلو تر منځ مسئلې د حل و فصل يوازنې لاره ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |