د سينهوا اژاسن د خبر له مخې، د شلو هېوادونو ډلې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه د فبرورۍ په شپاړسمه نېټه د المان په بن کې تر سره سوه. برخوالو د دوه زره او دېرشم کال د دوامدار پرمختګ پلان، د سولې ساتنې او له افريقا سره د همکارۍ اړيکو د پياوړتيا په اړه د نظريو تبادلې وکړې. دغه غونډه د ٢٠١٧م کال د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې لپاره مقدماتي غونډه ده.
له دې مخکې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين هيله لري چې د بن غونډې برخوال د هانګجيو په سرمشريزه غونډه کې تر لاسه شوي برياليتوبونه پلی کړي، د پاليسيو همغږي پياوړې کړي، خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي، له سترو ننګونو سره ګډ مقاومت وکړي، نړيوالې ادارې پياوړې کړي او د نوښت لرونکي او خلاص اقتصاد د پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
د مالوماتو له مخې، دغه غونډه په دوو پړاوونو ويشل کيږي. د لومړې پړاو مرکزي ټکی د دوه زره او دېرشم کال د دوامدار پرمختګ پلان پلی کول دي، د دوهم پړاو مرکزي ټکی د کشالې د وقايې تدبيرونه دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |